6-7 د هغوئ وېښتۀ د دې نښه ده چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى، نو هغوئ به مړى ته نزدې کېدو په وجه خپل ځانونه نۀ ناپاکوى، کۀ هغه يې پلار، مور، ورور يا خور هم وى.
د مړى په غم کښې خپل بدن مۀ غوڅوئ او مۀ په کښې داغونه جوړَوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
هغه ما ته وقف شوے دے او هغه به خپل ځان نۀ ناپاک کوى او نۀ به زما د مقدسې خېمې بېعزتى کوى چې هغه پرېږدى او هلته لاړ شى چې چرته مړے وى، تر دې پورې کۀ هغه يې خپل مور او پلار هم وى.
نو اوس مونږ چا ته په انسانى نظر نۀ ګورو، لکه څنګه چې مونږ هم مسيح ته يو وخت په انسانى نظر کتل خو اوس داسې نۀ کوُو.