Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 6:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت د قسم لاندې وى، نو وېښتۀ به نۀ واړۀ کوى. ترڅو چې د هغوئ د قسم نيټه پوره شوې نۀ وى، هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى او وېښتۀ به پرېږدى چې لوئ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 6:5
9 Iomraidhean Croise  

هغوئ به خپل سرونه نۀ کلوى او نۀ به خپل وېښتۀ اوږدوى، خو هغوئ به د خپل سر وېښتۀ واړۀ ساتى.


چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت وقف شوى وى، نو هغوئ به داسې يو څيز هم نۀ خورى چې د انګورو د باغ نه راځى، د انګورو پوستکے يا تخم به هم نۀ خورى.


پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه.


او ستا د زوئ پېدا کېدو نه پس هيڅکله چې د هغۀ وېښتۀ پرې نۀ کړې، ځکه چې د هغۀ د پېدا کېدو د ورځې نه به هغه خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف وى. هغه به د فلستيانو نه د بنى اِسرائيلو بچ کول شروع کړى.“


نو سمسون آخر کښې هغې ته رښتيا وئيل، ”زما وېښتۀ هيڅکله هم نۀ دى کل شوى. زما د پېدا کېدو د وخت نه زۀ خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف يم. کۀ زما وېښتۀ کل شوى وے، نو زما طاقت به ختم شوے وو او د نورو په شان به کمزورے وم.“


دليلې په آرام سره سمسون په خپل غېږ کښې اودۀ کړو او بيا يې سړے راوغوښتلو، چې هغۀ د سمسون د وېښتو اووۀ څڼې کلې کړې. نو داسې هغه يې په تکليف کښې واچولو ځکه چې د هغۀ طاقت ختم شو.


حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan