”د ميو يا د شرابو څښلو نه پس تۀ او ستا زامن زما د حضور مقدسې خېمې ته مۀ راځئ، کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. دا قانون د همېشه دپاره دے چې ستاسو ټول اولاد به پرې عمل کوى.
هغه به داسې يو څيز هم نۀ خورى چې د انګورو باغ نه راځى، هغه به يو قِسم مے هم نۀ څښى او نۀ به حرام څيز خورى. هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې ما ورته وئيلى دى.“