22 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل
چې کله هارون ټولې قربانۍ ختمې کړې، هغۀ خپل لاسونه د خلقو طرف ته اوږدۀ کړل او د هغوئ دپاره يې برکت وغوښتو او بيا راکوز شو.
دا اصُول د هغه کس دپاره دى کوم چې د نذير په حيثيت مالِک خُدائ ته قسم وکړى. د دې نه علاوه نورې نذرانې هم پېش کولے شى کۀ د هغۀ وس وى. خو هغوئ چې کومه وعده کړې وى نو هغه به خامخا پوره کوى.
چې هارون او د هغۀ زامن دې د بنى اِسرائيلو د برکت غوښتلو دپاره داسې وائى،
د ليوى قبيلې اِمامان به هم هلته لاړ شى، ځکه چې هغوئ به هره هغه لانجه فېصله کوى چې د ظلم او زياتى سره يې تعلق وى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ د خپل خِدمت دپاره خوښ کړى دى او چې د هغۀ په نوم برکتونه وغواړى.