21 دا اصُول د هغه کس دپاره دى کوم چې د نذير په حيثيت مالِک خُدائ ته قسم وکړى. د دې نه علاوه نورې نذرانې هم پېش کولے شى کۀ د هغۀ وس وى. خو هغوئ چې کومه وعده کړې وى نو هغه به خامخا پوره کوى.
هغوئ چې د دې کار دپاره څومره نذرانې ورکولے شوې نو هغه هومره يې ورکړې او ټول پينځۀ سوه کلو سرۀ زر، دوه زره او اتۀ سوه کلو سپين زر او د اِمامانو دپاره سل چُوغې ورکړې.
دا قانون د داسې واقعو دپاره دے کۀ چرې يو سړے غېرت وکړى او شکمن شى چې د هغۀ ښځې زنا کړې ده. ښځه به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربانګاه په مخکښې ودرولے شى او اِمام به دا رسم ادا کړى.
چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. کۀ يو سړے يا ښځه د خاص مقصد دپاره د خپل ځان د نذير په حيثيت وقف کولو قسم وکړى او خپل ځان مالِک خُدائ ته وقف کړى
بيا به اِمام دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د اِمام دپاره يوه مقدسه نذرانه ده، د دې نه علاوه د ګډ سينه او پتُون د قانون په مطابق د اِمام دى، نو بيا، هغه کس چې د نذير په حيثيت يې قسم خوړلے وو، مے څښلے شى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل
د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.
او نېکى کول او سخاوت مۀ هېروئ ځکه چې خُدائ پاک په داسې قربانو خوشحاليږى.