Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 6:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هغه د نذير په حيثيت کس به د مقدسې خېمې په دروازه کښې خپل وېښتۀ کل کړى او په هغه اور کښې به يې واچوى چې په کوم د سلامتۍ نذرانه سوزولے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 6:18
9 Iomraidhean Croise  

هغه به ګډ د سلامتۍ نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته قربانى کړى او د هغه پتيرې روټۍ سره به يې پېش کړى کومه چې په ټوکرۍ کښې ده، هغه به د غلې او د څښلو نذرانې هم حاضرې کړى.


چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت د قسم لاندې وى، نو وېښتۀ به نۀ واړۀ کوى. ترڅو چې د هغوئ د قسم نيټه پوره شوې نۀ وى، هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى او وېښتۀ به پرېږدى چې لوئ شى.


کۀ د هغۀ وقف شوى وېښتۀ داسې ناپاک شى چې هغه د يو داسې کس په خوا کښې وى چې ناڅاپه مړ شى، نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار وکړى او بيا به خپل وېښتۀ کل کړى، او هغه به پاک شى.


دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“


پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه.


نو تۀ هغه څۀ کوه چې مونږ درته وايو. مونږ سره څلور سړى دى چې نذر يې منلے دے.


تۀ دوئ د ځان سره کړه او خپل ځان ورسره پاک کړه، د هغوئ د سرکلى پېسې هم تۀ ورکړه، نو چې دوئ خپل سرونه وخرائى. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې ستا په باب کښې وئيلے شوې خبرې رښتيا نۀ دى، بلکې تۀ په خپله هم په شريعت عمل کوې او خيال يې ساتې.


نو پولوس په بله ورځ هغه څلور سړى د ځان سره بوتلل او د هغوئ سره د ځان پاکولو نه پس هغه د خُدائ کور ته لاړو چې د هغه تاريخ اعلان وکړى په کوم چې د پاکېدو وخت پوره کيږى او د هر يو دپاره به نذرانه ورکړى.


ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan