16 اِمام به دا ټولې مالِک خُدائ ته حاضرې کړى او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه به پېش کړى.
هغوئ به د پتيرې روټۍ يوه ډکه ټوکرۍ هم پېش کړى، د اوړو ډبلې روټۍ چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى او نرۍ نرۍ روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى او د دې نه علاوه د غلې او د څښلو نذرانې به هم ورسره وى.
هغه به ګډ د سلامتۍ نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته قربانى کړى او د هغه پتيرې روټۍ سره به يې پېش کړى کومه چې په ټوکرۍ کښې ده، هغه به د غلې او د څښلو نذرانې هم حاضرې کړى.
ليويان به بيا خپل لاسونه د دوو غوَيانو په سرونو کېږدى، يو به د ګناه نذرانې په توګه او بل د سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د دې دپاره چې د ليويانو کفاره ادا شى.