Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 6:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 هغوئ به د پتيرې روټۍ يوه ډکه ټوکرۍ هم پېش کړى، د اوړو ډبلې روټۍ چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى او نرۍ نرۍ روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى او د دې نه علاوه د غلې او د څښلو نذرانې به هم ورسره وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 6:15
15 Iomraidhean Croise  

د غنمو د ټولو نه ښۀ اوړۀ واخله، خو چې خمبيره په کښې نۀ وى او درې قِسمه روټۍ ترې نه پخې کړه چې د څۀ سره د زيتُونو تېل ګډ وى، څۀ چې سپورې وى او څۀ په تېلو غوړې وى.


خو چا چې دا غله رېبلې وى نو هغوئ به دا خورى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى. او چا چې دا انګور راټول کړى وى نو هغوئ به په خپله د دې شراب د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې وڅښى.“


اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربان‌ګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو.


د غلې او د څښلو نذرانې د مالِک خُدائ په کور کښې ختمې شوې. هغه اِمامان ژاړى څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې خِدمت کوى.


چا ته پته ده، کېدے شى چې هغه بدل شى او زړۀ يې نرم شى او د لعنت په ځائ برکت درکړى. او تاسو لکه د مخکښې په شان د غلې او د ميو نذرانې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړے شئ.


کۀ دا نذرانه روټۍ وى چې په تنور کښې پخه شوې وى، نو دا دې د خمبيرې نه بغېر تياره شوې وى. دا دې د اوړو نه تيارې شوې غټې روټۍ وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى يا دې نرۍ نرۍ روټۍ وى چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى.


کۀ يو کس دا نذرانه د شکرانې په توګه خُدائ پاک ته پېش کوى، چې کوم ځناور قربانى کيږى د هغې سره دې په يو ځائ د پتيرې روټۍ يوه نذرانه پېش کړى، داسې غټه روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى يا نرۍ پخې شوې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى يا د ښو اوړو نه پخه شوې داسې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى.


”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه.


او يو غوَيے او يو ګډ به د سلامتۍ د نذرانې دپاره وى. هغوئ به دا مالِک خُدائ ته قربانى کړى، د غلې نذرانه به هم وى چې تېل ورسره ګډ وى. هغوئ به خامخا داسې کوى ځکه چې مالِک خُدائ به نن هغوئ ته څرګنديږى.“


دوه ليټره مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


اِمام به دا ټولې مالِک خُدائ ته حاضرې کړى او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه به پېش کړى.


نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.


نو هر کله چې تاسو دا روټۍ خورئ او دا پياله څښئ نو تاسو د مالِک د مرګ اعلان کوئ ترڅو چې هغه رانۀ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan