Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 6:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 او مالِک خُدائ ته دې درې داسې ځناور قربانى کړى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د سوزېدونکې نذرانې دپاره يو کلن ګډُورے، يوه کلنه ګډورۍ د ګناه نذرانې دپاره او د سلامتۍ نذرانې دپاره يو ګډ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 6:14
12 Iomraidhean Croise  

هغوئ اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان حلال کړل، چې دا خبره يقينى شى چې مالِک خُدائ به د هغه ليويانو سره مدد کوى چا چې د لوظ صندوق وړلو.


زۀ به په قربان‌ګاه باندې څربه څاروى پېش کړم، او دې سره به غوَيان او چېلۍ هم قربانى کړم.


په اتمه ورځ به هغه دوه ګډُورى او يوه ګډورۍ چې د يو کال وى او هيڅ عېب په کښې نۀ وى، درې کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل دې راوړى.


کۀ چرې د رَمې نه د سلامتۍ د نذرانې په توګه څۀ پېش کولے شى، کۀ هغه نر وى يا ښځه، خو چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


کۀ يو عام کس ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،


کۀ يو کس د ګناه د نذرانې دپاره د ګډو نه څۀ راولى، نو هغه دې يوه ګډه وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


کۀ يو کس په غلطۍ سره ګناه وکړى، نو هغه به د يو کال چېلۍ د ګناه نذرانې په توګه پېش کوى.


بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بې‌داغه ګډُورى په شان قربان شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan