Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 6:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 او خپل وخت به مالِک خُدائ ته د نذير په حيثيت وقف کړى. تېر شوے وخت نۀ حسابيږى، ځکه چې د هغوئ وقف شوى وېښتۀ ناپاک شوى وُو. د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره به هغوئ د يو کال ګډُورے راولى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 6:12
12 Iomraidhean Croise  

تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


خو کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو نېکو کارونو نه واوړى او ګناه وکړى او حرام کارونه وکړى کوم چې يو بدعمله کس کوى ولې هغه به ژوندے پاتې شى؟ يو صادق کار به يې هم حساب نۀ شى کوم چې هغۀ کړى دى. د هغه بې‌ايمانۍ په وجه کومه چې هغۀ کړې ده او کوم ګناهونه يې چې کړى دى د هغې په بدله کښې به هغه مړ شى.


اِمام به ګډُورے او د زيتُونو تېل واخلى او مالِک خُدائ ته به يې د يوې خاص تُحفې په توګه د اِمام دپاره پېش کړى.


او د خپلې ګناه په جرمانه کښې به هغه خامخا يوه ګډه يا چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. اِمام به د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى.


کۀ هغه کس ګډه يا چېلۍ نۀ شى اخستلے، نو هغه به د خپلې ګناه په بدل کښې دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې راوړى، يوه به د ګناه د نذرانې دپاره او بله به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى.


اِمام به يوه د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړى او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه او د هغوئ دپاره به کفاره ادا کړى ځکه چې هغوئ مړى ته د نزدې کېدو په وجه ګناه کړې ده. هم په هغه ورځ به د هغوئ وېښتۀ بيا پاک شى


د قانون په مطابق کله چې هغه کس د نذير په حيثيت خپل قسم پوره کړى، نو هغوئ به دا رسم ادا کوى. هغوئ به د مقدسې خېمې دروازې ته ورشى


خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په دې وخت هم داسې کول په کار دى ځکه چې مونږ له دغه شان د خُدائ پاک صداقت پوره کول مناسب دى.“ او بيا يحيىٰ دا ومنله.


ځکه کۀ يو کس په ټول شريعت عمل کوى او صرف په يوه خبره کښې هم خطا وکړى نو هغه د هغه چا په شان دے چې ټول شريعت ماتوى.


خبردار اوسئ چې زمونږ هغه خوارى ضائع لاړه نۀ شى کومه چې مونږ په تاسو کړې ده بلکې دا چې تاسو د هغې پوره اجر حاصل کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan