10 په اتمه ورځ به هغوئ دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې په دروازه کښې اِمام له راوړى.
د پاکېدو نه وروستو، هغه به اووۀ ورځې انتظار کوى.
کۀ څوک يو مارغۀ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يوه ګوګوشتکه يا کونتره وى.
چې کله د هغې د ناپاکوالى وخت ختم شى نو هغه پاکه شى، کۀ د هغې زوئ يا لور پېدا شوې وى، نو هغه به اِمام ته د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې خولې ته د يو کال ګډُورے د سوزېدونکې نذرانې دپاره او يوه کونتره يا يوه ګوګوشتکه د ګناه د نذرانې دپاره راوړى.
دا به د ګناه د نذرانې په توګه او هغه بله د غلې د نذرانې سره، د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. نو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د هغه کس د پاکوالى کفاره ادا کړى.
په اتمه ورځ به هغه دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى او اِمام له به يې ورکړى.
په اتمه ورځ به هغه دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له يوسى.
هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.