دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده.
د ځناور سينه يوه خاص تُحفه ده او ښے پتُون يوه خاص برخه ده چې مالِک خُدائ يې د بنى اِسرائيلو نه اخلى او اِمامانو له يې ورکوى. نو داسې به اِسرائيليان په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اِمامانو له ورکوى.
کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“