8 کۀ د مظلوم کس نزدې خپلوان نۀ وى چې د جرم تاوان ورته مِلاو شى، نو د جرم تاوان به د مالِک خُدائ په نوم اِمام له ورکړے شى، د دې سره به د مجرم د کفارې دپاره يو ګډ هم وى.
خو د ګناه د تاوان د نذرانو او د ګناه د نذرانو دپاره ورکړے شوې پېسې د مالِک خُدائ په کور کښې نۀ استعمالېدې، دا د اِمامانو وې.
هغه به خامخا هغه پېسې ورکوى چې د کومو په ورکولو کښې ناکام شوے وى او شل فيصده دې زياتې هم ورکړى. هغه به دا پېسې اِمام له ورکړى او اِمام به د هغه کس د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور پېش کړى او هغه کس به معاف شى.
د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې دواړو دپاره يو شان اصُول دى، غوښه د هغه اِمام ده چې کفاره ادا کوى.
هغه دې خامخا د خپلې ګناه اِقرار وکړى او چې د چا خِلاف يې جرم کړے وى نو هغه کس له دې پوره تاوان ورکړى او شل فيصده دې زيات هم ورکړى.
اِسرائيليان چې هره يوه خاص برخه مالِک خُدائ ته پېش کوى نو هغه به د اِمام وى.