Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 5:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغه دې خامخا د خپلې ګناه اِقرار وکړى او چې د چا خِلاف يې جرم کړے وى نو هغه کس له دې پوره تاوان ورکړى او شل فيصده دې زيات هم ورکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 5:7
14 Iomraidhean Croise  

نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.


هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.


خو ستاسو اولاد به د خپلو ګناهونو او د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناهونو اِقرار وکړى، چې هغوئ زما سره بې‌وفائى کړې ده او زما خِلاف يې سرکشى کړې ده،


او زۀ يې د خپل ځان خِلاف کړم او چې هغوئ د دشمنانو مُلک ته ولېږم. کۀ بيا ستاسو د اولاد سخت زړونه نرم شى او د خپلې ګناه او سرکشۍ سزا ورته مِلاو شى،


کۀ يو کس په غلطۍ سره داسې ګناه وکړى او د هغه قيمت په ورکولو کښې ناکام شى چې کوم مالِک خُدائ ته پېش کول وُو، نو هغه به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو داسې ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.


هغه به خامخا هغه پېسې ورکوى چې د کومو په ورکولو کښې ناکام شوے وى او شل فيصده دې زياتې هم ورکړى. هغه به دا پېسې اِمام له ورکړى او اِمام به د هغه کس د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور پېش کړى او هغه کس به معاف شى.


کله چې يو کس ګناه وکړى، نو هغه دې خامخا د ګناه اِقرار وکړى،


د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې دواړو دپاره يو شان اصُول دى، غوښه د هغه اِمام ده چې کفاره ادا کوى.


کۀ د مظلوم کس نزدې خپلوان نۀ وى چې د جرم تاوان ورته مِلاو شى، نو د جرم تاوان به د مالِک خُدائ په نوم اِمام له ورکړے شى، د دې سره به د مجرم د کفارې دپاره يو ګډ هم وى.


خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“


يشوَع هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په وړاندې اِقرار وکړه او رښتيا ووايه. اوس ما ته ووايه چې تا څۀ کړى دى. زما نه د پټولو کوشش مۀ کوه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan