31 خاوند به د ګناه نه خلاص وى، خو کۀ ښځه ګناهګاره وى، نو هغې ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى.
هغه به ستا رښتينوالے لکه د سحر هسې روښانه کړى، او تا سره اِنصاف به لکه د غرمې د نمر هسې روښانه کړى.
ځکه چې هر ژوندے ځان زما دے، پلار او د هغۀ زوئ دواړه يو شان زما دى. څوک چې ګناه وکړى هم هغه به مړ کيږى.
کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره زنا وکړى نو دوئ دواړه به وژلے شى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو
خو چې څوک پاک وى او لرې سفر کښې نۀ وى او هغه د فسحې اختر ونۀ کړى، نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے، ځکه چې هغۀ ما ته په مقرر وخت باندې نذرانه پېش نۀ کړه. هغۀ ته به خامخا د خپلې ګناه سزا مِلاو شى.