شمېر 5:29 - Pakistani Yousafzai Pashto29-30 دا قانون د داسې واقعو دپاره دے کۀ چرې يو سړے غېرت وکړى او شکمن شى چې د هغۀ ښځې زنا کړې ده. ښځه به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربانګاه په مخکښې ودرولے شى او اِمام به دا رسم ادا کړى. Faic an caibideil |
چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. کۀ يو سړے شکمن شى چې خپلې ښځې ورسره بېوفائى کړې ده او د بل سړى سره يې زنا کړې ده او د خپل ځان بېعزتى يې کړې ده، خو کۀ د خاوند يقين پوخ نۀ وى، او کېدے شى چې د هغۀ ښځې دا خبره پټه ساتلې وى، ګواه هم نۀ وى او په دې کار پورې نيولے شوې هم نۀ وى، يا داسې وشى چې يو خاوند په خپله ښځه باندې هسې شکمن شى، کۀ هغې بېوفائى هم نۀ وى کړې.