28 خو کۀ هغه بېګناه وى، نو نقصان به ورته نۀ رسيږى او د هغې به بچى پېدا شى.
هغه شنډې ښځې په خپلو کورونو کښې داسې خوشحالوى، لکه يوه خوشحاله د بچو مور چې وى. مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.
بيا به اِمام هغه ښځه دې ته راضى کړى چې داسې قسم وخورى، ”کۀ تا زنا کړې نۀ وى، نو چې دا اوبۀ کوم لعنت راولى نو هغه به تا ته نقصان نۀ رسوى.
کۀ هغې زنا کړې وى، نو اوبۀ به په هغې باندې سخت درد راولى، د هغې خېټه به وپړسيږى او هغه به شنډه شى. او د هغې نوم به په خپلو خلقو کښې لعنتى شى.
دا قانون د داسې واقعو دپاره دے کۀ چرې يو سړے غېرت وکړى او شکمن شى چې د هغۀ ښځې زنا کړې ده. ښځه به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربانګاه په مخکښې ودرولے شى او اِمام به دا رسم ادا کړى.
ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بېاندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.
کۀ يو سړے يوې ښځې سره وادۀ وکړى او په هغې کښې داسې څۀ وګورى چې د هغه سړى خوښ نۀ وى او وروستو فېصله وکړى چې خپله ښځه طلاقه کړى او هغه طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى
او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.