Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 5:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 بيا به اِمام د دې نه يو موټے واخلى، دا به د نذرانې د يوې نښې په شان وى او په قربان‌ګاه باندې به يې وسوزوى. په آخر کښې به هغه په ښځه باندې اوبۀ وڅښوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 5:26
5 Iomraidhean Croise  

د هارون د خاندان اِمامانو له دې راوړى. اِمام به يو موټے د اوړو، د تېلو او سره د ټولو لوبانو نه راواخلى او په قربان‌ګاه به يې وسوزوى، دا يوه داسې نذرانه ده چې خوشبو يې په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


اِمام به د نښې په توګه يوه برخه ترې نه واخلى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


هغه کس به دا اِمام له راوړى، اِمام به يو موټے ترې نه د نښې په توګه واخلى چې دا ټول مالِک خُدائ ته پېش کړے شوى دى او په اور سوزېدونکې نذرانې سره به يې په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. دا يوه داسې نذرانه ده چې ګناه لرې کوى.


بيا به هغه د ښو اوړو چې تېل ورسره ګډ وى او خوشبوئى ورباندې پرته وى د هغې نه دې يو موټے واخلى او په قربان‌ګاه باندې به يې د يوې نښې په توګه وسوزوى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.


اِمام به د ښځې د لاسونو نه د اوړو د شک نذرانه واخلى، مالِک خُدائ ته وقف کولو دپاره به يې پورته کړى او په قربان‌ګاه باندې به يې پېش کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan