25 اِمام به د ښځې د لاسونو نه د اوړو د شک نذرانه واخلى، مالِک خُدائ ته وقف کولو دپاره به يې پورته کړى او په قربانګاه باندې به يې پېش کړى.
دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.
هغۀ دا هر څۀ د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېښودل، نو هغوئ دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړل.
په داسې دواړو حالتونو کښې سړے به خپله ښځه اِمام له بوځى. هغه به يو کلو د اوربشو اوړۀ هم يوسى، خو هغه به په دې باندې د زيتُونو تېل نۀ اچوى او نۀ به ورباندې خوشبوئى اچوى، ځکه چې دا نذرانه د شکمن خاوند د طرف نه ده، دا د دې دپاره پېش کيږى چې حقيقت څرګند شى.
بيا به هغه د ښځې وېښتۀ خوارۀ کړى او د اوړو نذرانه به د هغې په لاس کښې کېږدى. اِمام به هغه جام په خپلو لاسونو کښې ونيسى چې ترخې اوبۀ په کښې دى. دا د دې دپاره چې په هغه کس باندې لعنت راولى چې کوم ګناهګار وى.
د هغې نه مخکښې چې په ښځه باندې دا اوبۀ وڅښى، کوم چې سخت درد راولى،
بيا به اِمام د دې نه يو موټے واخلى، دا به د نذرانې د يوې نښې په شان وى او په قربانګاه باندې به يې وسوزوى. په آخر کښې به هغه په ښځه باندې اوبۀ وڅښوى.