23 بيا به اِمام دا لعنت په يو طومار وليکى او دا ليکل به د ترخو اوبو په جام کښې ووينځى.
چې د مالِک خُدائ نه دا پېغام راغلے دے، ”زۀ به په يروشلم او د دې په ټولو خلقو افت راولم چې په کښې به هغه ټول لعنتونه وى چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى کوم چې بادشاه ته بيان شو.
نو اے کاش چې ما ته چا غوږ نيولے وے. زۀ ليکلى درکوم چې هره يوه خبره رښتيا ده. او قادر خُدائ دې زما فرياد واورى، او زما مخالفين دې ليکلے اِلزام راوړى چې زۀ يې وګورم.
د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه، او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه، د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.
زما د ګناهونو نه مخ واړوه، زما بدۍ ټولې صفا کړه.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“
آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“
دا اوبۀ به ستا خېټې ته ننوځى او ستا خېټه دې وپړسوى او تا دې شنډه کړى.“ نو ښځه به په جواب کښې داسې ووائى، ”آمين. هم داسې دې وشى.“
د هغې نه مخکښې چې په ښځه باندې دا اوبۀ وڅښى، کوم چې سخت درد راولى،
نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى.
اوس دا سندره وليکه. دا د بنى اِسرائيلو خلقو ته وښايه او ور زده يې کړه، نو چې دا د هغوئ خِلاف د ګواه په شان وى.
بيا ما لوئ او واړۀ مړى د تخت د وړاندې ولاړ وليدل او کتابونه پرانستلے شول. بيا بل کِتاب پرانستلے شو، يعنې د ژوندون کِتاب. او د مړو عدالت د هغوئ د اعمالو په مطابق وشو څنګه چې په هغه کتابونو کښې درج وو.