Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 5:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 دا اوبۀ به ستا خېټې ته ننوځى او ستا خېټه دې وپړسوى او تا دې شنډه کړى.“ نو ښځه به په جواب کښې داسې ووائى، ”آمين. هم داسې دې وشى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 5:22
16 Iomraidhean Croise  

لعنت يې لکه د جامو اغوستے وو، دا د دۀ بدن ته لکه د اوبو ورننوتے وو، او هډوکو ته يې لکه د تېلو ورننوتے وو.


مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ، د ازل نه تر ابده آمين، آمين.


د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.


ثناء صِفت دې تر ابده پورې د مالِک خُدائ وى. آمين ثُمه آمين.


نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى.


نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، زۀ چې کوم طومار تا له درکوم دا وخوره او خپله خېټه پرې مړه کړه.“ نو بيا ما هغه وخوړو، او هغې زما په خولۀ کښې لکه د شاتو په شان خوږ خوند کولو.


بيا به اِمام دا لعنت په يو طومار وليکى او دا ليکل به د ترخو اوبو په جام کښې ووينځى.


کۀ هغې زنا کړې وى، نو اوبۀ به په هغې باندې سخت درد راولى، د هغې خېټه به وپړسيږى او هغه به شنډه شى. او د هغې نوم به په خپلو خلقو کښې لعنتى شى.


زۀ درته رښتيا وايم چې مونږ هغه څۀ وايو چې څۀ راته معلوم دى او د هغې ګواهى ورکوو چې څۀ مو ليدلى دى، خو اوس هم تاسو زمونږ ګواهى نۀ منئ.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“


نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan