Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 5:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 هغه به په کنډول کښې څۀ مقدسې اوبۀ واچوى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دربار نه به لږه خاوره واخلى او په اوبو کښې به يې واچوى چې ترخې شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 5:17
9 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ ايُوب د لرې نه وليدلو، نو هغه د پېژندګلو نه وتے وو خو چې کله يې وپېژندو نو په چغو چغو يې وژړل، هغوئ د غم نه خپلې چُوغې وشلولې او په سر باندې يې خاورې واچولې.


”د وينځلو دپاره د زېړو يو ښانک جوړ کړه چې بېخ يې هم د زېړو وى. دا د خېمې او د قربان‌ګاه په مينځ کښې کېږده او په هغې کښې اوبۀ واچوه.


اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو اُميده، هر څوک چې تا نه مخ واړوى هغوئ ټول به ټيټ سترګې او شرمنده شى. هغوئ چا چې تا نه مخ اړولے دے په دوړو د ليکلو په شان دى، دوئ به زر ختم شى ځکه چې هغوئ د هغه مالِک خُدائ نه مخ اړولے دے څوک چې د ژوندون د اوبو چينه ده.


هغه دې خپل ځان پړمخې په خاورو کښې وغورزوى، کېدے شى چې څۀ اُميد پاتې وى.


اِمام به هغه ښځه وړاندې راولى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه په مخکښې به يې ودروى.


بيا به هغه د ښځې وېښتۀ خوارۀ کړى او د اوړو نذرانه به د هغې په لاس کښې کېږدى. اِمام به هغه جام په خپلو لاسونو کښې ونيسى چې ترخې اوبۀ په کښې دى. دا د دې دپاره چې په هغه کس باندې لعنت راولى چې کوم ګناهګار وى.


هغوئ د هغۀ د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو چې هغوئ د هغۀ خلاف څۀ اِلزام پېدا کړى. خو عيسىٰ ټيټ شو او په زمکه يې په ګوته څۀ وليکل.


او هغه يو ځل بيا ښکته ټيټ شو او په زمکه يې څۀ وليکل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan