16 اِمام به هغه ښځه وړاندې راولى او د مالِک خُدائ د قربانګاه په مخکښې به يې ودروى.
”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“
کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.
په داسې دواړو حالتونو کښې سړے به خپله ښځه اِمام له بوځى. هغه به يو کلو د اوربشو اوړۀ هم يوسى، خو هغه به په دې باندې د زيتُونو تېل نۀ اچوى او نۀ به ورباندې خوشبوئى اچوى، ځکه چې دا نذرانه د شکمن خاوند د طرف نه ده، دا د دې دپاره پېش کيږى چې حقيقت څرګند شى.
هغه به په کنډول کښې څۀ مقدسې اوبۀ واچوى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دربار نه به لږه خاوره واخلى او په اوبو کښې به يې واچوى چې ترخې شى.
په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.