Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 5:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 په داسې دواړو حالتونو کښې سړے به خپله ښځه اِمام له بوځى. هغه به يو کلو د اوربشو اوړۀ هم يوسى، خو هغه به په دې باندې د زيتُونو تېل نۀ اچوى او نۀ به ورباندې خوشبوئى اچوى، ځکه چې دا نذرانه د شکمن خاوند د طرف نه ده، دا د دې دپاره پېش کيږى چې حقيقت څرګند شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 5:15
9 Iomraidhean Croise  

هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“


دا به د هغوئ دپاره د دروغو فال ښکارى چا چې هغۀ سره د امن قَسم کړے دے، خو هغه به هغوئ ته خپله ګناه ورياده کړى او هغوئ به ونيولے شى.


بنى اِسرائيل به نور په مِصر تکيه نۀ کوى خو دا به هغوئ ته د خپلې هغه ګناه کولو يو يادګار وى چې کله به دوئ د هغوئ نه مدد غوښتلو. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


نو ما د هغې د مهر دپاره پينځلس د سپينو زرو سيکې او يو نيم سل کلو اوربشې ورکړې.


هر کله چې اِسرائيليان خپلې قربانۍ پېش کوى نو دا اصُول به ياد ساتى، چې کله يو کس د يو ځناور قربانى پېش کوى، نو هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ يا چېلے راولى.


کله چې څوک مالِک خُدائ ته يوه د غلې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې ښۀ اوړۀ وى. د زيتُونو تېل او خوشبودار لوبان دې په کښې واچوى،


کۀ هغه کس دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم نۀ شى راوړلے، نو هغه به يو کلو اوړۀ د ګناه د نذرانې په توګه راوړى. هغه دې په دې کښې د زيتُونو تېل يا خوشبوئى نۀ اچوى، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده.


اِمام به هغه ښځه وړاندې راولى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه په مخکښې به يې ودروى.


بلکې دا قربانيانې هر کال ګناهونه رايادوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan