10 هر يو اِمام هغه ټولې نذرانې د ځان دپاره ساتلے شى چې کومې هغوئ ته ورکړے شوې وى.“
دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده.
دا په مقدس ځائ کښې وخورئ، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې ستا او ستا د زامنو حِصه ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے دے.
نو موسىٰ اِلىعزر له دا برخه د مالِک خُدائ دپاره د خاص برخې په توګه ورکړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو