Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 4:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغوئ به په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د آسمانى رنګ کپړه به دپاسه ورباندې خوره کړى او د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 4:6
11 Iomraidhean Croise  

هغوئ به زما دپاره د کيکر د لرګى نه يو صندوق جوړ کړى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى، اوويشت اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى.


او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شى يعنې د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس چې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى.“


د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه هغوئ ښائسته لِباس جوړ کړو کوم به چې اِمامانو په مقدس ځائ کښې د خِدمت کولو په وخت اغوستلو. هغوئ د هارون دپاره د اِمامانو لِباس جوړ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.


او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شو. د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس وو چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کولو.


هغوئ به په دې باندې هغه ټول سامان کېږدى چې د قربان‌ګاه په خِدمت کښې استعماليږى. لکه د اور لوښى، د غوښې دپاره درې غاښۍ، بېلچې او ښانکونه. بيا به هغوئ په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.


مقدسه خېمه، د دې دننه او بهر پړده، د دې دپاسه د ښې څرمنې ټوټه، د مقدسې خېمې پړده،


نو موسىٰ د خُدائ پاک قانون وليکلو او دا يې هغه ليوى اِمامانو، کومو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق وړلو او د بنى اِسرائيلو مشرانو له يې ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan