5 مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل. کله چې د کېمپ د وړلو وخت شى، نو هارون او د هغۀ زامن به مقدسې خېمې ته ننوځى، د لوظ د صندوق په مخکښې پړده به راکوزه کړى او د لوظ صندوق به ورباندې پټ کړى.
ليويانو دا د بازوګانو په ذريعه په خپلو ولو باندې يوړو، لکه څنګه چې موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق حُکم کړے وو.
نو ليويانو ته نور ضرورت نشته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه او هغه ټول سامان يوسى چې په عبادت کښې استعماليږى.“
د زيات مقدس ځائ يوه پرده د مهينې لټې نه جوړه وه، چې د آسمانى، کاسنى او سور رنګ د وزرو والا مخلوق د شکلونو کار ورباندې شوے وو.
هغوئ د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه او په دې باندې يې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے وو.
په دې کښې د لوظ صندوق کېږده په کوم کښې چې لس حُکمونه دى او د دې په مخکښې پړده ولګوه.
د لوظ صندوق په مخکښې د سرو زرو قربانګاه کېږده کومه چې د سوزېدونکې خوشبويۍ دپاره ده او د خېمې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.
نو په دې غر به هغه د خلقو نه د مرګ سورے ختم کړى، کوم سورے چې د ټولو قومونو دپاسه ولاړ دے.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته زيات مقدس ځائ ته ننوځى، ځکه چې زۀ به هلته په وريځ کښې د لوظ صندوق د کفارې تخت دپاسه راښکاره کېږم. کۀ هغۀ نافرمانى وکړه، نو هغه به ووژلے شى.
او هر ځل چې هغوئ تلل، نو هغوئ به هم په هغه ترتيب باندې وُو. څوک چې د يهوداه قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو هغوئ قبيله په قبيله اول روان شول، د هغوئ مشر نحشون زوئ د عمىنداب وو.
کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.
د هغوئ خِدمت به د ډېرو مقدسو څيزونو خيال ساتل وى.“
خو قُهاتيانو له يې ګاډۍ يا غوَيان ورنۀ کړل، ځکه چې هغوئ د کومو مقدسو څيزونو ساتنه کوله هغه هغوئ په اوږو باندې وړلے شول.
هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل،
نو موسىٰ د خُدائ پاک قانون وليکلو او دا يې هغه ليوى اِمامانو، کومو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق وړلو او د بنى اِسرائيلو مشرانو له يې ورکړو.
هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه،
او د دوېمې پړدې نه وروستو هغه خېمه وه چې ورته زيات مقدس ځائ وائى.
مالِک خُدائ د بيتشمس اويا سړى ووژل ځکه چې هغوئ د لوظ صندوق ته دننه کتلى وُو. او خلقو ماتم وکړو ځکه چې مالِک خُدائ په هغوئ دومره لويه تباهى راوستلې وه.