Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 4:49 - Pakistani Yousafzai Pashto

49 هر يو سړے د هغه حُکم په مطابق وشمېرلے شو چې مالِک خُدائ موسىٰ ته کړے وو، او د هغه حُکم په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړے وو نو هر يو ته د وړلو او خِدمت کولو ذمه وارۍ حواله شوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 4:49
18 Iomraidhean Croise  

د ليويانو نومونه د نورو قبيلو سره نۀ وُو ليکلے شوى،


نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.


هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو، ليويان د نورو بنى اِسرائيلو سره يو ځائ ونۀ شمېرلے شول.


او د مالِک خُدائ د فرمان په مطابق يې هغه هارون او د هغۀ زامنو له ورکړې.


کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،


هغوئ به د دې سامان د وړلو ذمه وار وى يعنې


هغوئ به د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو او د پښو وړلو ذمه وار وى،


او د ستنو، پښو، موږو او د خېمې د ګېرچاپېره د دربار د پړدو رسو، سره د هغه ټول سامان د وړلو ذمه وار وى چې د دې په ودرولو کښې استعماليږى. هر يو سړے به د هغه څيزونو ذمه وار وى کوم چې ورته حواله شوى وى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan