Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 4:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 او د ستنو، پښو، موږو او د خېمې د ګېرچاپېره د دربار د پړدو رسو، سره د هغه ټول سامان د وړلو ذمه وار وى چې د دې په ودرولو کښې استعماليږى. هر يو سړے به د هغه څيزونو ذمه وار وى کوم چې ورته حواله شوى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 4:32
12 Iomraidhean Croise  

نور د مقدس ځائ د سامان، د اوړو، د ميو، د زيتُونو تېلو، خوشبويۍ او مصالحو ذمه وار وُو.


دا مقدسه خېمه او د هغې ټول سامان د هغې نقشې په مطابق جوړ کړئ کومه چې زۀ درته ښايم.


د کتان د پړدو نه زما د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړه چې د جنوب طرف يې پنځوس ګزه اوږد وى،


د ستنو پښې د زېړو نه جوړې کړے شوې وې او د دې کُنډې، سيخونه او د ستنو دپاسه سرونه د سپينو زرو نه جوړ وُو. د دربار نه ګېرچاپېره ټولې ستنې د سپينو زرو سيخونو سره انښلولے شوې وې.


دا د هغه څيزونو تفصيل دے کوم چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې استعمال شوى وُو، چرته چې د کاڼو هغه دوه تختې ساتلے شوې وې چې لس حُکمونه ورباندې ليکلے شوى وُو. د تفصيل د تيارولو حُکم موسىٰ ورکړے وو او د دې کار دپاره د ليويانو مشر اِتمر وو چې د هارون اِمام زوئ وو.


هغوئ د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو، پښو او د دې په نورو ټولو څيزونو ذمه وار مقرر شول. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.


هغوئ به د مقدسې خېمې د ټول سامان خيال ساتى او د نورو بنى اِسرائيلو دپاره به ذمه وارى پوره کوى.


هغوئ به د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو او د پښو وړلو ذمه وار وى،


دا د مراريانو د مقدسې خېمې د خِدمت ذمه وارۍ دى، هغوئ به د هارون اِمام زوئ اِتمر د ښودنې لاندې دا کار تر سره کوى.“


هر يو سړے د هغه حُکم په مطابق وشمېرلے شو چې مالِک خُدائ موسىٰ ته کړے وو، او د هغه حُکم په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړے وو نو هر يو ته د وړلو او خِدمت کولو ذمه وارۍ حواله شوې.


په هغه ورځ چې کله موسىٰ د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه ودرول پوره کړل، هغۀ مقدسه خېمه او د دې ټول سامان، قربان‌ګاه او د هغې ټول سامان په تېلو غوړ کړل او وقف يې کړل.


او څلور ګاډۍ او اتۀ غوَيان يې مراريانو له ورکړل. دا ټول خِدمت د هارون زوئ اِتمر د رهنمايۍ لاندې وشو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan