Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 4:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او د هغه ټولو سړو نومونه دې وليکلے شى چې د هغوئ عُمر د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 4:3
27 Iomraidhean Croise  

داؤد د دېرشو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.


نورو ليويانو ته د مالِک خُدائ په کور کښې باقى ټول خِدمت حواله شوے وو.


اِمامانو ته د ډلو په مطابق ذمه وارۍ حواله شوې وې او هغه ليويانو ته د کار د ډلو په مطابق ذمه وارۍ حواله شوې وې چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.


د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.


چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.


خو ليويان زما د حضور مقدسې خېمې او د دې د ټول سامان مشران مقرر کړه. هغوئ به خېمه او د دې سامان وړى، خِدمت به کوى او د دې نه ګېرچاپېره به خېمې لګوى.


تاسو دا وړه خبره ګڼئ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو د نور قوم نه جدا کړى يئ، چې تاسو هغۀ ته نزدې شئ، د مالِک خُدائ په خېمه کښې خِدمت وکړئ او چې د قوم مدد او خِدمت وکړئ؟


”د ليويانو مردم‌شمارى وکړه چې هغوئ قُهاتيان دى. هغوئ دې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرلے شى،


او د هغه ټولو سړو نومونه دې وليکلے شى چې عُمر يې د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى.


او د هغه ټولو سړو نومونه وليکه چې د هغوئ عُمر د دېرشو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې کار کولے شى.


د هغوئ خِدمت به د ډېرو مقدسو څيزونو خيال ساتل وى.“


څۀ وخت چې عيسىٰ خپل خِدمت شروع کړو نو تقريباً د دېرشو کالو وو او د خلقو په خيال دے د يوسف زوئ وو، زوئ د عيلى،


اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې،


دا خبره رښتيا ده چې څوک د جماعت د مشر جوړېدلو خواهش کوى نو هغه د عزت کار غواړى.


په کار دے چې هغه دې نوے ايماندار نۀ وى، هسې نه چې هغه مغروره شى او خُدائ پاک يې مجرم وګرځوى لکه څنګه چې يې اِبليس ګرځولے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan