29 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د هغه ليويانو مردمشمارى وکړه چې د مراريانو قبيلې دى، هغوئ قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېره،
هغوئ د ستنو، پښو، موږو او د دربار د بهرنۍ رسو د خيال ساتلو ذمه وار وُو.
په مقدسه خېمه کښې د جيرسونيانو ذمه وارۍ دا دى، هغوئ به دا د هارون اِمام زوئ اِتمر د ښودنې لاندې تر سره کوى.“
او د هغه ټولو سړو نومونه وليکه چې د هغوئ عُمر د دېرشو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې کار کولے شى.
او څلور ګاډۍ او اتۀ غوَيان يې مراريانو له ورکړل. دا ټول خِدمت د هارون زوئ اِتمر د رهنمايۍ لاندې وشو.