28 په مقدسه خېمه کښې د جيرسونيانو ذمه وارۍ دا دى، هغوئ به دا د هارون اِمام زوئ اِتمر د ښودنې لاندې تر سره کوى.“
دا د هغه څيزونو تفصيل دے کوم چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې استعمال شوى وُو، چرته چې د کاڼو هغه دوه تختې ساتلے شوې وې چې لس حُکمونه ورباندې ليکلے شوى وُو. د تفصيل د تيارولو حُکم موسىٰ ورکړے وو او د دې کار دپاره د ليويانو مشر اِتمر وو چې د هارون اِمام زوئ وو.
موسىٰ او هارون به جيرسونيانو ته د خدمت کولو هدايت ورکوى او د هغوئ کارونه به ګورى چې هغه څۀ يې سر ته رسولې دى کۀ نه کوم چې هارون او د هغۀ زامنو ورته حواله کړى دى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د هغه ليويانو مردمشمارى وکړه چې د مراريانو قبيلې دى، هغوئ قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېره،
دا د مراريانو د مقدسې خېمې د خِدمت ذمه وارۍ دى، هغوئ به د هارون اِمام زوئ اِتمر د ښودنې لاندې دا کار تر سره کوى.“
هغۀ دوه ګاډۍ او څلور غوائى جيرسونيانو له ورکړل،