Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 4:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 هغوئ به د دې سامان د وړلو ذمه وار وى يعنې

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 4:24
12 Iomraidhean Croise  

بيا به خېمه راکوزه کړے شوه او د جيرسون او مرارى قبيلې به روانې شوې، چې هغوئ به خېمه وړله.


هغوئ د مقدسې خېمې دنننۍ پړدې، پاسنۍ پړدې، د ننوتلو دروازې د پړدې د خيال ساتلو ذمه وار وُو،


د هغه پړدو چې د خېمې د دربار او د قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره وې او دربار ته د ننوتلو د دروازې پړدې. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.


کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.


چې ډېرو مقدسو څيزونو ته نزدې راشى هسې نه چې مړۀ شى. د هغوئ د بچ کېدو د خاطره هارون او د هغۀ زامن به دننه ځى او هر سړى ته به خپل کار حواله کوى چې څۀ څيز به وړى.


او د هغه ټولو سړو نومونه دې وليکلے شى چې عُمر يې د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى.


مقدسه خېمه، د دې دننه او بهر پړده، د دې دپاسه د ښې څرمنې ټوټه، د مقدسې خېمې پړده،


موسىٰ او هارون به جيرسونيانو ته د خدمت کولو هدايت ورکوى او د هغوئ کارونه به ګورى چې هغه څۀ يې سر ته رسولې دى کۀ نه کوم چې هارون او د هغۀ زامنو ورته حواله کړى دى.


هر يو سړے د هغه حُکم په مطابق وشمېرلے شو چې مالِک خُدائ موسىٰ ته کړے وو، او د هغه حُکم په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړے وو نو هر يو ته د وړلو او خِدمت کولو ذمه وارۍ حواله شوې.


هغۀ دوه ګاډۍ او څلور غوائى جيرسونيانو له ورکړل،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan