21 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
بيا به خېمه راکوزه کړے شوه او د جيرسون او مرارى قبيلې به روانې شوې، چې هغوئ به خېمه وړله.
خو کۀ قُهاتيان مقدسې خېمې ته دننه لاړل او اِمامان يې وليدل چې د مقدسو څيزونو د وړلو تيارے کوى، نو دوئ به مړۀ شى.“
”د هغه ليويانو مردمشمارى وکړه چې جيرسونيان دى، هغوئ دې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرلے شى،
هر يو سړے د هغه حُکم په مطابق وشمېرلے شو چې مالِک خُدائ موسىٰ ته کړے وو، او د هغه حُکم په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړے وو نو هر يو ته د وړلو او خِدمت کولو ذمه وارۍ حواله شوې.