Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 4:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 4:15
26 Iomraidhean Croise  

صدوق اِمام هلته وو او ليويانو د هغۀ سره د لوظ صندوق روان کړے وو. هغوئ دا کېښودو او بيا يې تر هغې پورې اوچت نۀ کړو چې ټول خلق د ښار نه تلى نۀ وُو. ابياتار اِمام هم هلته وو.


کومو سړو چې د لوظ صندوق وړلو هغه يو شپږ قدمه تلى وُو، داؤد هغوئ ودرول او په دې دوران کښې هغۀ مالِک خُدائ ته د يو غوَيى او د يو څورب سخى قربانى پېش کړه.


کله چې ټول مشران راغونډ وُو، نو اِمامانو د لوظ صندوق اوچت کړو


ليويانو دا د بازوګانو په ذريعه په خپلو ولو باندې يوړو، لکه څنګه چې موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق حُکم کړے وو.


بيا هغۀ وفرمائيل، ”صِرف ليويان به د لوظ صندوق وړى، ځکه چې هغوئ هغه څوک دى چې مالِک خُدائ د دې د وړلو دپاره خوښ کړى دى او چې د همېشه دپاره د هغۀ خِدمت کوى.“


نو ليويانو ته نور ضرورت نشته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه او هغه ټول سامان يوسى چې په عبادت کښې استعماليږى.“


د غرۀ نه ګېرچاپېره حدونه مقرر کړه چې خلق به ترې نه نۀ راوړى او هغوئ ته ووايه چې نۀ غرۀ ته راوخېژى او نۀ يې لمنې ته ورنزدې شى. خو کۀ څوک غرۀ ته ورشى، نو هغه به خامخا ووژلے شى،


او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او خلقو له خبردارے ورکړه چې زما کتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، خو کۀ چرې راوختل، نو ډېر کسان به د هغوئ نه مړۀ شى.


نو د قربان‌ګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ دى په هغې کښې بازوګان ولګوه.


هغه به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې خوشبوئى په اور باندې واچوى او د خوشبويۍ لوګے به د لوظ صندوق د کفارې تخت پټ کړى نو هغه به دا ونۀ ګورى او مړ به نۀ شى.


خو ليويان زما د حضور مقدسې خېمې او د دې د ټول سامان مشران مقرر کړه. هغوئ به خېمه او د دې سامان وړى، خِدمت به کوى او د دې نه ګېرچاپېره به خېمې لګوى.


هر کله چې تاسو خېمې بل ځائ ته اوړئ نو ليويان به مقدسه خېمه راټولوى او په هر يو نوى ځائ کښې به يې لګوى. بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته ورنزدې شى نو وبه وژلے شى.


بيا به قُهاتيان روان شول، هغوئ به مقدس سامان وړلو. چې هغوئ به کوم وخت د خېمو بل ځائ ته ورسېدل، نو خېمه به بيا ودرولے شوې وه.


هغوئ به ستا او د خېمې دپاره خپلې ذمه وارۍ پوره کوى، خو هغوئ دې په مقدس ځائ کښې مقدس سامان او قربان ګاه ته نۀ ور نزدې کيږى. کۀ هغوئ داسې وکړل، نو تۀ او هغوئ به ووژلے شئ.


موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو نمرخاتۀ طرف ته د مقدسې خېمې په مخکښې خېمې ودرولې. هغوئ د هغه خِدمت ذمه وار وُو چې د بنى اِسرائيلو دپاره په مقدس ځائ کښې کېدلو. بل هر چا چې د دې د کولو کوشش کړے وے نو هغه به وژلے شو.


هغوئ به په دې باندې هغه ټول سامان کېږدى چې د قربان‌ګاه په خِدمت کښې استعماليږى. لکه د اور لوښى، د غوښې دپاره درې غاښۍ، بېلچې او ښانکونه. بيا به هغوئ په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.


چې ډېرو مقدسو څيزونو ته نزدې راشى هسې نه چې مړۀ شى. د هغوئ د بچ کېدو د خاطره هارون او د هغۀ زامن به دننه ځى او هر سړى ته به خپل کار حواله کوى چې څۀ څيز به وړى.


خو کۀ قُهاتيان مقدسې خېمې ته دننه لاړل او اِمامان يې وليدل چې د مقدسو څيزونو د وړلو تيارے کوى، نو دوئ به مړۀ شى.“


خو قُهاتيانو له يې ګاډۍ يا غوَيان ورنۀ کړل، ځکه چې هغوئ د کومو مقدسو څيزونو ساتنه کوله هغه هغوئ په اوږو باندې وړلے شول.


نو موسىٰ د خُدائ پاک قانون وليکلو او دا يې هغه ليوى اِمامانو، کومو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق وړلو او د بنى اِسرائيلو مشرانو له يې ورکړو.


هغه اِمامان چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې تر هغې پورې ولاړ وُو چې خلقو هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ يې يشوَع ته حُکم کړے وو، او څنګه چې موسىٰ هم د دې حُکم کړے وو. خلق په تېزۍ د سيند نه واوړېدل.


مالِک خُدائ د بيت‌شمس اويا سړى ووژل ځکه چې هغوئ د لوظ صندوق ته دننه کتلى وُو. او خلقو ماتم وکړو ځکه چې مالِک خُدائ په هغوئ دومره لويه تباهى راوستلې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan