Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 4:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هغوئ به په دې باندې هغه ټول سامان کېږدى چې د قربان‌ګاه په خِدمت کښې استعماليږى. لکه د اور لوښى، د غوښې دپاره درې غاښۍ، بېلچې او ښانکونه. بيا به هغوئ په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 4:14
7 Iomraidhean Croise  

سليمان بادشاه د خُدائ پاک د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړے وو، قربان‌ګاه او خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز،


د کيکر لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه به څلور‌ګوټه وى، چې اووۀ نيم فټه اوږده وى، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وى.


د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې دپاره لوښى جوړ کړه. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ کړه.


هغوئ به د قربان‌ګاه نه ايره لرې کړى او په قربان‌ګاه به د کاسنى رنګ کپړه خوره کړى.


کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.


هغوئ به په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د آسمانى رنګ کپړه به دپاسه ورباندې خوره کړى او د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan