11 بيا به هغوئ د سرو زرو په قربانګاه باندې د آسمانى رنګ کپړه خوره کړى، د څرمنې يوه ښۀ ټوټه به ورباندې واچوى او د وړلو دپاره بازوګان به وردننه کړى.
د سرو زرو قربانګاه، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحې، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده،
د لوظ صندوق په مخکښې د سرو زرو قربانګاه کېږده کومه چې د سوزېدونکې خوشبويۍ دپاره ده او د خېمې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.
هغوئ به دا او د دې ټول څيزونه د څرمنې په يوه ښۀ ټوټه کښې تاو کړى او په وړُونکى چوکاټ به يې کېږدى چې په کوم باندې وړلے شى.
هغوئ به په مقدس ځائ کښې هغه ټول لوښى واخلى چې په خِدمت کښې استعماليږى، د آسمانى رنګ په يوه کپړه کښې به يې تاو کړى، د څرمنې يوه ښۀ ټوټه به پرې واچوى او په وړُونکى چوکاټ باندې به يې کېږدى.
هغوئ به په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د آسمانى رنګ کپړه به دپاسه ورباندې خوره کړى او د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.
بيا يوه بله فرښته د سرو زرو مجمر په لاس راغله او د قربانګاه سره ودرېده او هغې ته ډېره زياته خوشبوئى ورکړے شوه چې د تخت د وړاندې د سرو زرو په قربانګاه يې د ټولو مقدسينو د دُعا سره پېش کړى.