6 او مالِک خُدائ فرمائى چې د صِلافحاد لوڼه آزادې دى چې د چا سره هم وادۀ کول غواړى خو په خپله قبيله کښې به يې کوى.
د مالِک خُدائ په نوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک چې په آسمان او زمکه بادشاهى کوى، چې تۀ به زما زوئ اِسحاق دپاره د دې ځائ د کنعان په خلقو کښې ښځه نۀ خوښوې.
خو د اِلىعزر زامن نۀ وُو، صِرف لوڼه يې وې او بېزامنو مړ شو. د هغۀ لوڼو د خپل ترۀ زامنو يعنې د قيس د زامنو سره ودونه وکړل.
”د صِلافحاد لوڼه ټيک وائى، هغوئ له د هغوئ د پلار د خپلوانو په شان جائيداد ورکړه. او د خپل پلار جائيداد دې هغوئ ته مِلاو شى.
هغوئ د يوسف زوئ منسى قبيلې په کورَنو کښې ودونه وکړل او د هغوئ جائيداد د هغوئ د پلار په قبيله کښې پاتې شو.
نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ دا حُکمونه واورول. هغۀ وفرمائيل، ”د منسى قبيله چې څۀ وائى هغه ټيک دى،
څوک چې په مسيح ايمان نۀ لرى، د هغوئ سره په جغ کښې مۀ ځئ. ځکه چې د صادقانو او د شريرانو په خپلو کښې څۀ تعلق وى؟ او د رڼا او تيارې په خپلو کښې د يو بل سره څۀ تعلق وى؟