3 خو دا خبره ياده ساته. کۀ هغوئ د بلې قبيلې سړو سره ودونه وکړل، نو د هغوئ جائيداد به د هغه قبيلې شى او زمونږ برخه به کمه شى.
هغوئ ووئيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ تا ته حُکم درکړے دے چې زمکه د پچې په ذريعه په بنى اِسرائيلو تقسيم کړه. مالِک خُدائ دا حُکم هم کړے دے چې زمونږ د خپلوان صِلافحاد جائيداد د هغۀ لوڼو له ورکړه.
د واپس ورکولو په کال کښې، کله چې کوم جائيداد خرڅ شوے وى او هغه واپس خپل اصلى مالِک ته ملاويږى، نو د صِلافحاد د لوڼو جائيداد به د همېشه دپاره هغه قبېلې ته ورکړے شى چې په کومه کښې وادۀ شوې وى او دا به زمونږ د قبيلې دپاره د تاوان خبره وى.“