13 دا هغه اصُول او قانون دے کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه د موآب په مېدانونو کښې د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ بنى اِسرائيلو له ورکړو.
نو دا د ځناورو او مارغانو په حقله قانون دے، د هغه هر ژوندى څيز په حقله چې په اوبو کښې اوسيږى او چې په زمکه ګرځى.
نو دا قانون په کپړه د پشم په حقله دے، کۀ هغه پشم په وړۍ يا په لټه وى، يا د لټې يا د وړۍ په کپړه وى، يا د څرمنې جوړ شوى څيز باندې وى، نو د دې په بنياد به فېصله کولے شى چې دا پاک دى او کۀ ناپاک دى.
دا ټول هغه قانون او حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.
دا هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.
بنى اِسرائيلو مخکښې سفر کولو او د موآب په مېدانونو کښې يې د اُردن پورې غاړه يريحو ته مخامخ خېمې ولګولې.
موسىٰ او اِلىعزر هم هغه شان وکړل او د دې عُمر ټول سړى يې راوغوښتل. هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې راغونډ شول. دا هغه اِسرائيليان وُو چې د مِصر مُلک نه وتلى وُو،
د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
هغوئ د يوسف زوئ منسى قبيلې په کورَنو کښې ودونه وکړل او د هغوئ جائيداد د هغوئ د پلار په قبيله کښې پاتې شو.