8 په هره قبيله کښې د ليويانو د ښارونو شمېر دې د هغې علاقې د غټوالى يا وړوکوالى په اندازه معلوم کړے شى.“
لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بېرحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډوډ کړم.
ليويانو د څرن زمکې او خپل جائيدادونه پرېښودل او يهوداه او يروشلم ته لاړل، ځکه چې د اِسرائيل بادشاه يربعام او د هغۀ زامنو هغوئ دې ته نۀ پرېښودل چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى.
چې کله دوئ اندازه واخستله، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه. هر يو کس د خپل ضرورت په مطابق راټوله کړې وه.
خو، ليويان هر وخت دا حق لرى چې په ښارونو کښې خپل هغه جائيداد واپس واخلى چې هغوئ ته حواله شوے وى.
پچه ورباندې واچوئ او هغه زمکه تقسيم کړئ، غټې قبيلې ته زيات ميراث ورکړئ او وړې قبيلې ته لږه زمکه ورکړئ.“
هغه زمکه د پچې په ذريعه په بېلو بېلو قبيلو او قومونو باندې تقسيم کړئ. لوئ قبيلې له ډېره زمکه ورکړئ او وړې قبيلې له لږه زمکه ورکړئ.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،