6 تاسو به ليويانو له د پناه دپاره شپږ ښارونه ورکوئ کۀ چرې يو سړے يو کس په غلطۍ سره ووژنى نو هلته به تښتى. د دې نه علاوه، هغوئ له دوه څلوېښت ښارونه ورکړئ
د مظلومانو دپاره مالِک خُدائ د امان ځائ دے، په وخت د مصيبت هغه مضبوط د پناه ځائ دے.
خو کۀ دا د خُدائ پاک نه راپېښه شوې وى او هغۀ دا قصداً نۀ وى وژلے، نو هغه به د پناه دپاره يو داسې ځائ ته وتښتى چې کوم درته زۀ ښايم او هلته به په پناه کښې وى.
د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.
چې هغه علاقه څلور واړو طرفونو ته تقريباً زر ګزه وى او ښار يې په مينځ کښې وى.
اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم.
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.
دا ښارونه سره د څرن د زمکې د هارون اِمام اولاد ته حواله شوى وُو، حبرون کوم چې د پناه ښار وو، او لِبناه،
هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، شِکم او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د دې د څرن زمکه (شِکم د پناه يو ښار وو)، جزر،
د ليوى قوم يوې بلې قبيلې جيرسون ته د نمرخاتۀ په طرف منسى د علاقې نه دوه ښارونه مِلاو شول يعنې په بسن کښې جولان، چې د پناه يو ښار وو او بعستراه، چې د څرن زمکې ورسره وې.
نو د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق بنى اِسرائيلو د خپلو علاقو نه ليويانو له خاص ښارونه او د څرن زمکې ورکړې.
د نفتالى د علاقې نه هغوئ ته درې ښارونه مِلاو شول، په ګليل کښې قادِس، چې د پناه يو ښار وو او د څرن زمکې ورسره وې، حمات دور او قرتان چې د څرن زمکې ورسره وې.
د روبين علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، بصر، يهض،
د جاد قبيلې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، په جِلعاد کښې رامات، چې د پناه يو ښار وو، چې د څرن زمکې ورسره وې، محنايم،