32 کۀ څوک د پناه ښار ته تښتېدلے وى، نو هغه دې ته مۀ پرېږدئ چې د مشر اِمام د مرګ نه مخکښې د صُلحې پېسې ورکړى د دې دپاره چې کور ته واپس راشى.
هغوئ جواب ورکړو، ”د ساؤل او د هغۀ د خاندان سره زمونږ لانجه په سپينو او سرو زرو باندې نۀ حل کيږى او نۀ مونږ ته دا حق چې يو اِسرائيلے ووژنو.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”نو بيا ستاسو څۀ خيال دے چې ستاسو دپاره څۀ وکړم؟“
قاتِل به خامخا وژلے شى. هغه د دې سزا نه په دې نۀ شى خلاصېدلے چې د صُلحې پېسې ورکړى.
هغه مُلک مۀ پليتوئ چې چرته تاسو اوسېږئ، ځکه د وينې تويَول د هغه مُلک پليتول دى او چې په کومه زمکه باندې وينه توئ شى نو د هغې کفاره نۀ شى ادا کېدلے، زمکه د هغه کس د وينې تويَولو نه بغېر نۀ پاکيږى چا چې وينه توئ کړې وى.
د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“
زۀ د خُدائ پاک فضل نۀ رد کوم، ځکه کۀ صداقت د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو مسيح بېمطلبه مړ شو.
خو صحيفې فرمائى چې مونږ ټول د ګناه بنديوان يُو، نو کومه د معافۍ وعده چې د عيسىٰ مسيح په ايمان کښې ده، هغه به هغه خلقو له ورکړے شى د چا چې پرې ايمان وى.
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.