Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 35:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 قاتِل به خامخا وژلے شى. هغه د دې سزا نه په دې نۀ شى خلاصېدلے چې د صُلحې پېسې ورکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 35:31
13 Iomraidhean Croise  

داؤد وفرمائيل، ”ما د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ ناتن ورته وفرمائيل، ”خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې.


هغوئ جواب ورکړو، ”د ساؤل او د هغۀ د خاندان سره زمونږ لانجه په سپينو او سرو زرو باندې نۀ حل کيږى او نۀ مونږ ته دا حق چې يو اِسرائيلے ووژنو.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”نو بيا ستاسو څۀ خيال دے چې ستاسو دپاره څۀ وکړم؟“


اے خُدايه، ما د وينې تويولو د جرم نه معاف کړه، نو بيا به زۀ په خوشحالۍ سره ستا د معافۍ سرود بيان کړم.


خو کۀ يو کس غصه شى او قصداً بل څوک قتل کړى، نو هغه به خامخا وژلے شى، تر دې پورې کۀ هغه زما قربان‌ګاه ته هم د پناه دپاره تښتېدلے وى.


زۀ به تا ته د هغه ښځو سزا درکړم چا چې زنا کړې ده او چا چې وينه تويه کړې ده، زۀ به تا نه په خپل غېرت او قهر او غضب کښې د قتل کولو بدله واخلم.


هر څوک چې قتل وکړى نو هغه به وژلے شى،


چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به صِرف په هغه وخت مجرم ګڼلے شى او مړ کولے به شى چې په هغۀ باندې دوه کسان يا دوو نه زيات ګواهان ګواهى ورکړى، د يو کس ګواهى د قتل د اِلزام ثابِتولو دپاره کافى نۀ ده.


کۀ څوک د پناه ښار ته تښتېدلے وى، نو هغه دې ته مۀ پرېږدئ چې د مشر اِمام د مرګ نه مخکښې د صُلحې پېسې ورکړى د دې دپاره چې کور ته واپس راشى.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan