Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 35:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به صِرف په هغه وخت مجرم ګڼلے شى او مړ کولے به شى چې په هغۀ باندې دوه کسان يا دوو نه زيات ګواهان ګواهى ورکړى، د يو کس ګواهى د قتل د اِلزام ثابِتولو دپاره کافى نۀ ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 35:30
14 Iomraidhean Croise  

چې څوک يو کس ووهى او هغه وهلے شوے کس مړ شى نو هغه وهونکے به خامخا وژلے شى.


هر څوک چې قتل وکړى نو هغه به وژلے شى،


خو، کۀ څوک د وسلې، کاڼى، يا د لرګى سره څوک ووژنى، نو هغه قاتِل دے، وبه وژلے شى.


قاتِل به خامخا وژلے شى. هغه د دې سزا نه په دې نۀ شى خلاصېدلے چې د صُلحې پېسې ورکړى.


خو کۀ هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه کسان نور د ځان سره ملګرى کړئ د دې دپاره چې هره خبره د دوو يا د درېو ګواهانو په وړاندې ثابته کړے شى.


”ولې شريعت مونږ ته دا اجازت راکوى څۀ چې ترڅو د يو کس بيان په خپله وانۀ ورُو او هغۀ ته د خبرو موقع ورنۀ کړُو نو ولې هغه مونږ مجرم کولے شُو څۀ؟“


دا درېم ځل دے چې زۀ تاسو ته درځم، د دې دپاره چې د هر اِلزام دپاره د دوو يا درېو ګواهانو ضرورت به وى چې هغه پرې مجرم ثابت کړے شى.


د يو سړى مجرم ثابِتولو دپاره به يو ګواه کافى نۀ وى، بلکې د هغۀ مجرم ثابِتولو دپاره به د دوو يا درېو ګواهانو پېش کول لازمى وى.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


کوم اِلزام چې د يو مشر په خِلاف وشى نو هغه د دوو يا د درېو ګواهانو د ګواهۍ نه بغېر مۀ منه.


هر څوک هم چې د موسىٰ شريعت نۀ منى هغه به د دوو يا درېو ګواهانو په ګواهۍ بغېر د څۀ رحم نه هلاک کړے شى،


او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan