3 دا ښارونه به د ليويانو وى او هلته به اوسيږى. د څرن زمکه به د هغوئ د څاروو او نورو ځناورو دپاره وى.
ليويانو د څرن زمکې او خپل جائيدادونه پرېښودل او يهوداه او يروشلم ته لاړل، ځکه چې د اِسرائيل بادشاه يربعام او د هغۀ زامنو هغوئ دې ته نۀ پرېښودل چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى.
په دې کښې به يوه حِصه چې اتۀ سوه پينځۀ اويا مربع فټه ده دا به د مقدس ځائ دپاره وى، چې د دې ګېرچاپېره اووۀ اتيا نيم فټه به د کولاو مېدان دپاره وى.
”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کوم ميراث هغوئ ته مِلاو شوے دے د هغې نه به څۀ ښارونه د اوسېدو دپاره او د ښارونو نه ګېرچاپېره د څرن زمکه خامخا ليويانو له ورکوى.
د څرن زمکه به د ښار دېوالونو نه بهر پينځۀ سوه ګزه په هر طرف خوره وى،
هر يو ليوے چې وغواړى نو هغه د بنى اِسرائيلو د هر يو ښار نه د عبادت هغه يو ځائ ته راتلے شى
هغوئ له د قِريَتاربع ښار ورکړے شو (اربع د عناق پلار وو)، اربع اوس حبرون بللے شى، دا د يهوداه د غرونو په مُلک کښې دے، د دې سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکه هم ورکړے شوه.