Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 35:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 کوم کس چې په غلطۍ سره د قتل کولو مجرم وى هغه به خامخا د پناه په ښار کښې تر هغه وخته پورې پاتې کيږى چې تر کومې پورې مشر اِمام مړ نۀ وى، خو د هغې نه پس هغه واپس کور ته تلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 35:28
11 Iomraidhean Croise  

او د مړى خپلوان هغه پېدا کړى او وې وژنى، نو د دې بدل اخستلو په وجه هغه ګناهګار نۀ دے.


دا قانون به ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره وى چې په هر ځائ کښې اوسېږئ.


کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.


نو پولوس صوبه دار او سپاهيانو ته ووئيل چې، ”کۀ دا سړى په جهاز کښې پاتې نۀ شى نو په تاسو کښې به يو کس هم بچ نۀ شى.“


خو مونږ هغه خلق نۀ يُو څوک چې ايمان نه وروستو شى او بيا هلاک شى، خو مونږ وفادار خلق يُو څوک چې به بچ شى.


ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan