25 جرګه به د مړى د خپلوان نه هغه کس بچ کوى چې په غلطۍ سره د قتل مجرم وى او هغوئ به هغه واپس د پناه ښار ته بوځى کوم ته چې تښتېدلے وى. هغه به هلته تر هغې پورې ايساريږى چې مشر اِمام مړ نۀ وى.
مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.
بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه.
د مشر اِمام په سر باندې د غوړولو تېل اچولے شوى دى او هغه پاک شوے دے چې د اِمامانو لِباس واغوندى، نو هغه به خپل وېښتۀ ببر نۀ پرېږدى نۀ به شلېدلې جامې اغوندى چې دا ښکاره کړى چې هغه غم ژړا کوى.
کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.
موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى.
نو په داسې حالاتو کښې به جرګه د هغه کس په حق کښې فېصله کوى د چا نه چې مړے شوے وى، نۀ چې د هغه مړ کس د خپلوان په حق کښې چې بدل اخستل غواړى.
چې کوم کس په غلطۍ سره د قتل مجرم وى کۀ هغه د پناه د ښار نه لاړ شى کوم له چې ورتښتېدلے وى
کوم کس چې په غلطۍ سره د قتل کولو مجرم وى هغه به خامخا د پناه په ښار کښې تر هغه وخته پورې پاتې کيږى چې تر کومې پورې مشر اِمام مړ نۀ وى، خو د هغې نه پس هغه واپس کور ته تلے شى.
هغه به تر هغې پورې په هغه ښار کښې ايسار وى چې تر کومې پورې هغه مشر اِمام ژوندے وى او د هغۀ سره عوامى عدالت وشى. بيا دې هغه په خپل ښار کښې کور ته واپس لاړ شى، د کوم نه چې هغه راتښتېدلے وى.“