24 نو په داسې حالاتو کښې به جرګه د هغه کس په حق کښې فېصله کوى د چا نه چې مړے شوے وى، نۀ چې د هغه مړ کس د خپلوان په حق کښې چې بدل اخستل غواړى.
هلته به د مړى د خپلوانو نه په حِفاظت کښې وى څوک چې بدل اخستل غواړى. چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به تر هغه پورې نۀ شى وژلے چې جرګې ته پېش شوے نۀ وى.
يا چې د چا خيال نۀ وى او يو کاڼے وولى او څوک ورباندې مړ شى اګر چې هغۀ له يې د تکليف رسولو اراده نۀ وى او دشمن يې هم نۀ وى،
جرګه به د مړى د خپلوان نه هغه کس بچ کوى چې په غلطۍ سره د قتل مجرم وى او هغوئ به هغه واپس د پناه ښار ته بوځى کوم ته چې تښتېدلے وى. هغه به هلته تر هغې پورې ايساريږى چې مشر اِمام مړ نۀ وى.
هغه به تر هغې پورې په هغه ښار کښې ايسار وى چې تر کومې پورې هغه مشر اِمام ژوندے وى او د هغۀ سره عوامى عدالت وشى. بيا دې هغه په خپل ښار کښې کور ته واپس لاړ شى، د کوم نه چې هغه راتښتېدلے وى.“