Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 35:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 خو کۀ يو کس په غلطۍ سره څوک ووژنى چې د هغۀ سره يې کينه نۀ وى، کۀ په څۀ يې وولى او يا ديکه ورکړى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 35:22
8 Iomraidhean Croise  

خو کۀ دا د خُدائ پاک نه راپېښه شوې وى او هغۀ دا قصداً نۀ وى وژلے، نو هغه به د پناه دپاره يو داسې ځائ ته وتښتى چې کوم درته زۀ ښايم او هلته به په پناه کښې وى.


نو تاسو به د پناه ښارونه خوښ کړئ چې يو سړے په غلطۍ سره څوک مړ کړى نو چې هلته تښتېدلے شى.


کۀ څوک د چا سره کينه لرى او د هغۀ د مرګ منصوبه جوړوى، په څۀ يې وولى او يا ديکه ورکړى نو دا يې قصداً وژنى


يا يې په سوک ووهى، نو هغه د قتل مجرم دے او هغه به وژلے شى. د مړى د نزدې خپلوانو دا ذمه وارى ده چې قاتِل مړ کړى. هغوئ يې چې کله هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى.


يا چې د چا خيال نۀ وى او يو کاڼے وولى او څوک ورباندې مړ شى اګر چې هغۀ له يې د تکليف رسولو اراده نۀ وى او دشمن يې هم نۀ وى،


کۀ دوه سړى د لرګو وهلو دپاره ځنګل ته لاړ شى او د هغوئ نه يو کس يوه ونه وهى او تبر د لاسکى نه ووځى او هغه بل کس ووژنى، نو د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ته تښتېدلے شى.


کله چې څوک په غلطۍ سره يو کس ووژنى نو هغه کس هغه ځائ ته تښتېدے شى چې د بدل اخستونکو نه په امان کښې وى.


کۀ هغه کس هلته هم ورپسې لاړ شى چې کوم بدل اخستل غواړى، نو د هغه ښار خلق دې هغوئ هيڅکله هغۀ ته نۀ حواله کوى. د ښار خلق به يې خامخا بچ کوى ځکه هغۀ به قصداً نۀ بلکې په غلطۍ سره کس وژلے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan